ولسي جرگي نن ټولو ۱۶ نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه

اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند عبدالباري جهاني هم د امريکا له تابعيت څخه د تيريدنې مکتوب په راوړلو سره ولسي جرگي ته خپل پلان وړاندې او د باور رايه يي تر لاسه کړه

د ولسي جرګې څوکۍ نن نږدي ټولې څوکۍ ډکې وې او د ولسي جرګې نصاب بشپړ شوی وو. نن د ولسي جرګې ۲۳۹ غړي حاضر وو چې نوماند وزیرانو ته یي رایې ورکړې

اطالاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند عبدالباري جهاني یواځينۍ کس وو چې د یوسل شلو په شاوخواکې د باور رایې یي تر لاسه کړې خو نورو نوماندان په ښه توګه په رایو ونازول شول او شپاړسو نوماند وزیرانو په لاندې دول رایې تر لاسه کړې.

 

۱- د اوبو او برښنا وزارت ته نوماند، علي احمد عثماني/ ۱۶۸

۲- پوهنې وزارت ته نوماند، اسدالله حنيف بلخي/ ۱۶۱

۳- لوړو زدکړو وزارت ته نوماندې فريدې مومند/ ۱۸۴

۴- کرنې او مالدارۍ وزارت ته نوماند، اسدالله ضمير/ ۱۹۲

۵- سوداګرۍ او صنایع وزارت ته نوماند، همايون رسا/ ۱۷۰

۶- اطالاعاتو او کلتور وزرات ته نوماند، عبدالباري جهاني/ ۱۲۰

۷- د ښار جوړنې وزارت ته نوماند، سيد سعادت منصور نادري/ ۲۰۲  

۸- کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماندې، نسرين اورياخيل/ ۱۶۹

۹- د ښځو چارو وزارت ته نوماندې، ۱۳۱

۱۰- ټول ګټې وزارت ته نوماند، محمود بليغ/ ۱۶۸

۱۱- د نشه یي توکیو پر وړاندې وزارت ته نوماند، سلامت عظيمي/ ۱۵۵

۱۲- ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته نوماند، محمد الله بتاش/ ۱۷۶

۱۳- عدلیې وزارت ته نوماند، عبدالبصير انور/ ۱۳۸

۱۴- سرحدونو او قبایلو وزارت ته نوماند، محمد گلاب منگل/ ۱۸۸

۱۵- د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت ته نوماند، عبدالرزاق وحيدي/ ۱۵۲

۱۶- اقتصاد وزارت ته نوماند، عبدالستارمراد/ ۱۵۲  د باور رایې تر لاسه کړې.

د ولسي جرګې ریس وویل کابینه تر ا وسه بشپړه شوې نه ده او له ولسمشر څخه یي وغوښتل، ترڅو د ملي دفاع وزارت له پاره نوماند هم دوی ته ور وپیژني. ویل کیږي ناامنیو، د سرپرستانو دوام، په ادارې چارو کې ګډ وډي او بې نظمیو نوماند وزیرانو ته د باور رایو په ورکولو کې مهم رول لوبولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *