ترهگري د سيمي پر وړاندې گډ گواښ دی او بايد پر وړاندې يي گډه مباره وشي

د پوځ ستر درستيز چي پاکستان ته په سفر تللي، د ايبت آباد ښار په کاکل پوځي هډه کي پاکستاني پوځيانو ته خپله وينا اورولې ده

د پوځ ستر درستیز شیر محمد کریمي، پآکستان ته په خپل دوه ورځینې سفر کې نن د ایبټ آباد کاکل په پوځي هډه کې وینا و کړه. ښاغلي کریمي په سیمه کې ګډ دښمن او پر وړاندې یې ګډې مبارزې ته نغوته کړې ده. دوی ویلي:

” نوی دښمن زمونږ ټولو، د نظام او سیمې دښمن دی، پولې په رسمیت نه پیژني، په هیڅ ډول دین او اخلاقو تړواو نلري. ددوی موخه د حکومتونو کمزوري کول د دهشت او ویرې له لارې د سیمو نیول ده. ددې ښکارندې د له منځه وړلو لپاره د سیمې هیوادونو ترمنځ د ریښتینې او نږدي همکاریو اړتیا لیدل کیږي.”

ښاغلي کریمي وویل: د سولې رامنځ ته کیدو ته هیله مندی دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرو دی هیله مند کړی او باید له دې تاریخې فورصت څخه ګټه واخستل شي. له دې سره تیره ورځ ښاغلي کریمي له خپل پاکستاني سیال راحیل شریف سره په راولپنډی کې لیدلي دي.

په اسلام آباد کې د افغان سفارت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دواړو خواوو د سیمې امنیت، دکرښو مدیریت د ګډې همکاری افغان ا وپاکستاني پوځیانو ته د روزنې په هکله خبرې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *