په لیبیا کې د بیړۍ ډوبیدو په پیښه کې ۴۰۰ کسان مړه شوي دي

د لیبیا څخه ایټالیا ته تلونکي د کډوالو یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

په دغه کښتۍ کې ټول ۵۵۰ کسان ناست و چې د لیبیا د ساحل څخه د روانېدو ۲۴ ساعته وروسته چپه شوه.

په پېښه کې ۱۵۰ کسان ژغورل شوي دي او د ایټاليې جنوبي بندرګاه ته وړل شوي دي.

دغې پېښې څخه وړاندې په روان کال کې په مدیترانې بحر کې ۵۰۰ افریقايي کډوال وژل شوي وو چې د تېر کال د تلفاتو څخه ۴۷ کسان یې زیات دي.

ماشومان وژغورئ نومې تنظیم ویاند رویټرز ته پرته له دې چې جزییات ورته څرګند کړي ویلي چې په پېښه کې ژغورل شوي کسان زیاتره افریقایان دي.

هغوی ویلي چې دا لا څرګنده نه ده چې دغه کښتۍ څه وخته ډوبه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د فرورۍ په میاشت کې د یخنۍ او سمندري توفان له کبله ایټالیا ته تلونکي ۳۰۰ کډوال وژل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *