ولسي جرگي امريکا، له افغانستان سره د ژمنو پر نه پلي کولو تورنه کړې ده.

ددوی په وينا: ټاکل شوې وه له دوي سره د امنيتي تړون له لاسليک وروسته په هيواد کي امنيتي حالت ښه شوی وی خو ددې تړون له لاسليک وروسته نه يواځي چي امنيت ښه نه شو بلکي له بده بدتره شوی او نوې ډلي را څرگندي شوي دي. له دي سره دي جرگي د پخلايني خبري يو اړخيزه او د افغانانو په زيان ښودلي دي

ولسي جرګې د هیواد وروستیو حالاتو ته په نغوتې سره، د افغانستان په هکله د امریکا پر تګلارې نیوکه کړې ده. دوی وایي: ټاکل شوې وه چې له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته په ټول هیواد کې سوله او امنیت رامنځ ته شوی وی، خو نه یواځې دا چې ا منیت شتون نلري بلکې له پخوا ډير بد تره شوی هم دی.

له بلې خوا یو شمیر استازو د پخلاینې په خبرو نیوکه کړې ویلي یي دي، اوسنۍ هڅې چې له وسله والو مخالفینو سره به لاره اچول شوې، د افغانانو په زیان دي. دوی ویلي اوسنۍ هڅې یو اړخیزه ده او په داسې حال کې   چې افغان حکومت غواړي له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي خو دوی په وژنو او بریدونو لاس پورې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ولسي جرګې ته د کابینې څلورو نورو نوماند وزیرانو خپلې کاري برنامې وړاندې کړې.

د پوهنې وزارت ته نوماند اسدالله حنیف، د ښځو چارو وزارت نومانده دلبر نظري، ټول ګټې وزارت ته نوماند محمود بلیغ، ترانسپورت او هواي چلند وزارت ته نوماند محمود الله بتاش هغه کسانو وو چې نن یي ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړل.

ولسي جرګې نن د اطالاعاتو او کلتور وزارت ته د نوماند عبدالباري جهاني له ورتګه مخنیوی وکړ. ویل کیږي چې نومه وړی دوه تابعیتونه لري خو له دې سره ویل شوی چې دی د دوهم تابعیت د لغوه کیدو په هڅه کې دی خو دا بهیر تر اوسه بشپړ شوی نه دی. ولسي جرګې په دې تړاو یو کمیسیون رامنځ ته کړی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *