وسله والو مخالفینو او جنایتکارانو پر څارنوالانو بریدونه ډير کړي دي

وسله وال مخالفين، جنايت کاران، مافيايي ډلي او د نشه يي توکيو قاچاق وړونکي د لويي څارنوالی ادارې د کارکونکو په وژلو سره غواړي له خپلو لارو خنډونه لرې کړي

وسله والو کسانو څه موده وړاندې په بلخ ولايت کې د استيناف پر ودانۍ بريد وکړ، چي له امله يي د ملکي کسانو په گډون يو شمير څارنوالان ووژل شول. له دي سره لويي څارنوالی ويلي: د فرخندي د وژني په تور يو شمير نور کسان هم نيول شوي دي.

لویې څارنوالی په یو شمیر ولایتونو په ځانګړې توګه په بلخ ولایت کې د خپلو کارکونکو د وژل کیدو یادونه وکړه. ددې ادارې مسولین وایي، ددوی د کارکونکو پر وړاندې ګواښونه ډير شوي د دولت وسله وال مخالفین او یو شمیر نور ډلې غواړي ددوی پر کارکونکو په بریدونو سره په خپلو لارو کې   خنډونه له منځه یوسي.

لویه څارنوالي وایي، د فرخندې د وژنې په تور یو شمیر نور کسان هم نیول شوي چې ددوی دوسیه به هم تر نږدې راتلونکې بشپړه شي.

دې ادارې ویلي، له دې سره چې ددوی په لاره کې ډیری خنډونه شتون لري خو بیا هم دوی د اداری فساد په څیر له هیڅ ډول دوسیې به سترګې پټې نکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي ډيری نیوکې شتون لري. له اداري فساد سره د مبارزې ادارې لویه څارنوالي په فساد تورنوي وایي: د لویي څارنوالی مسولین د زورواکانو او لوړ پوړیو دولتي چارواکیو د دوسیو له څیړنې ډده او په دې برخه کې ناغیړي کوي.

د فساد پر وړاندې مبارزه د ولسمشر او اجرایي ریس ټاکنیز شعارونه وو او په دې برخه کې د کابل بانک د دوسیې پرانستنه د ولسمشر له ګامونو څخه شمیرل کیږي خو تر اوسه هم ددې پیښې اصلي تورن کسان نیول شوي نه دي او له هیواده بهیر میشت دي. لویه څارنوالي وایي: ددې دوسیې له تورنو کسانو څخه یواځې یو کس یي کابل ته راغلی او د نورو د بیرته راګرځولو هڅې روانې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *