د حوثيانو غورځنگ د امنيت شورا پريکړه، پر يمن د سعودي عربستان له بريده په ملاتر ښودلې او غندلي يې ده. د امنيت شورا تيره ورځ د حوثيانو پر غورځنگ د وسلو پلورلو بنديز ولگاوه او له دوی څخه يي وغوښتل ترڅو له نيول شويو سيمو په شا شي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا، د یوې پریکړې په تصویب سره د حوثیانو پر ډلې د وسلو پلورولو بندیز لګولی دی. له دې سره ددې ډلې او ددوی د ځینې ملاتړو پر سفرونو هم بندیز لګول شوي او د دوی شتمني بنده شوې ده، چې په دوی کې د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویان هم شتون لري.

دې ډلې له خپلو پلویانو غوښتې ترڅو د پنجشنبه په ورځ په صنعا کې د امنیت شورا د پریکړه لیک په غبرګون لاریون تر سره کړي. د امنیت شورا په دې پریکړه لیک کې له حوثیانو او ددوی له پلویانو غوښتي ترڅو له هغه سیمو په شا شي کوم چې په دې وروستیو کې یي نیولي دي. د عربستان په مشری د یمن پر ضد ایتلاف له دې پریکړه لیک څخه هرکلی کړی او خبرداری یې ورکړی که چیرې دا پریکړه پلې نشي پر حوثیانو به بریدونو ته زور ورکړي.

خو روسیې چې استازي یي دې پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې ویلي: دا پریکړه لیک به په یمن کې د ستونزو لمنه پراخه کړي، چې ددې او سیمې لپاره به له ګواښه ډکې پایلې له ځان سره ولري.

حوثیانو او ددوی پلویانو د یمن ډیری خاوره نیولې او د پلازمینه هم ددوی په واک کې ده. عربستان او ددوی ملګرو هیوادونو له دریو اونیو راهیسې د حوثیانو پر وړانډې هوایي بریدونه پیل کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *