د ملي امنيت شورا د تيرې ورځې په ناسته کې د 31 تښتول شويو مسافرينو او په بدخشان ولايت کي د ملي اردو تلفاتو په هکله بحث شوی دی

د ملي امنيت شورا د تيرې ورځې په ناسته کې د ۳۱ تښتول شويو مسافرينو او په بدخشان ولايت کي د ملي اردو تلفاتو په هکله بحث شوی دی

د ولسمشر وياند ويلي: په دې ناسته کي د تښتول شويو کسانو د کورنيو يو شمير غړيو هم شتون درلود

دا ناسته د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری تر سره شوې ده. ددوی ویاند اجمل عبید عابدي ویلي: ددې ناستې اصلي موضع په بدخشان ولایت کې د یو دیرشو تښتول شویو کسانو راخوشي کولو او په بدخشان ولایت کې د ملي اردو د تلفاتو په هکله وه.

د ولسمشر د ویاند په وینا: په دې ناسته کې په زابل ولایت کې د تښتول شویو کسانو د کورنیو یو شمیر غړیو هم ګډون کړی وو او مسئولینو ددې کسانو د را خوشي کولو په هکله د امینتي ادارو له هڅو خبر ورکړی دی.

په دې هکله ناسته له هغه وروسته تر سره شوې، چې تر اوسه ددې کسانوله نیولو نږدې پنځه پنځوس ورځې تیریږي او دولت ددوی په موندلو کې پاتې راغلی.

همدارنګه عابدي ویلي د ملي امنیت په شورا کې د بدخشان پیښه د افغان حکومت لپاره یوه استثنایي پیښه وه او په هکله یي څینې اړینې پریکړې شوې دي. خو دوی په دې هکله له ډيرو مالوماتو ورکولو ډډه کړې ده ویلي یي چې له دې ډير مالومات به ډير ژر د خلکو په واک کې ورکړل شي.

په بدخشان ولایت کې د لسګونو سرتیرو وژل کیدو د ډیریو هیوادوالو قهر راپارولی دی او تیره ورځ د ولسي جرګې دفاعي او امنیتي کمیسیون لوړ پوړي امینتي چارواکي ددوی ځواب ویلو ته ور غوښتي وو. په دې ناسته کې یو شمیر استازو ولسمشر له پاکستان او امریکا سره په معامله ګریو تورن کړ او د ملي یوالي حکومت د مشرانو د استعفی غوښتنه یي وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *