د هېواد د کورنیو او دفاع چارو وزارتونو ویلي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تنه وسله وال مخالفین د افغان امنیتي ځواکونو سره په بیلابیلو نښتو کې وژل شوي او ۱۷ ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزرات وايي، په ننګرهار، لغمان، لوګر، پکیتکا، هرات، زابل، کندهار، کاپيسا، کندز، سرپل، تخار، جوزجان، فاریاب، ارزګان او هلمند ولایتونو کې ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي، شپږ ټپیان دي او دوه تنه ژوندي نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په نښتو کې یو شمیر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او د سړک غاړې ۸ ماینونه یې هم کشف او له منځه وړي دي.

بلخوا: د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۹ تنه وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان دي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې ځیني درنې وسلې هم امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او د سړک غاړې ۳۲ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *