د پاکستان د سوداګرۍ وزیرخورم دستګیرخان نن له غرمې وروسته کابل ته راغی.

نوموړي چې د کابل په هوایې ډګرکې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې په دې سفر کې غواړي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سربیره له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم خبرې وکړي:

″هدف معلوم دی چې باید د افغانستان او پاکستان د خلکو ملاتړ وشي، حقیقت دا دی چې د سیمې خلک باید سوداګري د اقتصادي ودې، سوکالۍ او د سولې د یوه بنسټ په توګه وکاروي.″

ټاکل شوې چې نن د خيبرپښتونخوا ايالت د اعلى وزير پرويز خټک په مشرۍ یو بل جګپوړى پاکستاني پلاوى هم کابل ته راشي .

د خيبرپښتونخوا د اعلى وزيرپه مشرۍ دا پلاوى په داسې حال کې کابل ته سفرکوي چې له تېروڅو مياشتو راهيسې د پاکستان بېلابېلو پوځي او ملکي چارواکو هم افغانستان ته سفرونه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *