د جرم پر ولسوالی ۲۵۰ تورو جامو درلودونکو وسله والو په برید کې له شپیتو ډير سرتیري وژل شوي

د بدخشان جرم په ولسوالي کي پر امينتي پوستو د تورو جامو درلونکو په بريد کي د کندک قومندان شتون نه درلود او په خپل سر کابل ته راغلي وو

ستر درستيز ويلي په دي هکله خيرني رواني دي او لويه ستونزه د افسرانو په مشري کي ده   د کورنيو چارو وزير هم ويلي وسله والو له شمالي وزيرستان خخه هيواد ته راغلي او اوس غواري د هيواد له سويله جگره شمال ته وليزدوي

د وروستیو ناامنیو په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې له شپیتو د ډیر ملي اردو سرتیرو د وژل کیدو په لړ کې، د ولسي جرګې د امینت او دفاع جرګه ګۍ له امنیتي چارواکیو سره بیړنۍ ناسته تر سره کړه. د هیواد لوی درستیز وویل: د بدخشان پر پوستو دوه سوه پنځوسو تور جامو وسله والو برید کړی او د برید پر مهال د کندک قومندان په سیمه کې شتون نه درلود. شیرمحمد کریمي ویلي د کندک قومندان د نشتو له کبله دفاع کمزوری شوی او امینتي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې سره ښاغلي کریمي ویلي چې د بدخشان ولایت په جرم، وردوج او یو شمیر نورو ولسوالیو کې خلک له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

شیر محمد کریمي زیاته کړې، په تیرو څو ا ونیو کې ډيرې هڅې شوې ترڅو په بدخشان کې یوه لوا رامنځ ته او د وسله والو مخالفینو پر وړاندې عملیات تر سره شي، خو د امکاناتو د کمښت له امله په دې بریالی شوي نه یو.

ستر درستیز ویلي: ملي اردو په یواځې سره او پر یوه مهال په څو ولایتونو کې د عملیاتو د تر سره کولو وړتیا نلري او ددوی اصلي ستونزه د هوایي ځواک نشتون ده او ملي اردو په شمال کې یواځې یوه څرخي الوتکه لري

د کورنیو چارو وزیر هم وویل د پاکستان په خا وره کې عملیات ددې لامل شوی ترڅو وسله والو طالبان افغانستان ته مخه کړي او جګړه د هیواد شمالي سیمو ته ولیږدوي. د کورنیو چارو وزیر ویلي د ټولو ناامنیو ترشا بهرني لاسونه شتون لري او اوس مهال د هیواد یولس ولایتونه د ناامنی له ګواښ سره مخ دي. خو د امینتي مسولینو دې ځرګندونو د استازو قناعت تر لاسه نکړ.

د ولسی جرګې ریس وویل: دا هم شونې ده چې تر راتلونکو څو ورځو د هیواد په شمال کې خونړي بریدونه تر سره شي باید امینتي ځواکونه ددې لپاره بشپړ چمتوالی ولري.

استازو د ملي یوالی له حکومت او امنيتي مسولینو و غوښتل که چیرې د هیواد امینتي ستونزو ته رسیدنه نشي کولای ښه به داوي چې له دندو لاس واخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *