ایران غواړي په افغانستان او پاکستان کې د ترهګری پر وړاندې په عملیاتو کې ګډون وکړي

ایران وايي، چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان سره په ګډه په دې دوو هېوادونو کې د تروریزم ضد عملیات وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي پرون په تهران کې خبریالانو ته وویل؛ دوی کولی شي چې د افغانستان او پاکستان سره یو لړ ګډ پوځي عملیات د تروریزم د ځپلو لپاره ترسره کړي.

فضلي وویل، سره له دې چې تهران په خپله له کومې جدي امنیتي ستونزې سره نه دی مخ؛ خو کله ناکله د هغو تشو له وجې چې د افغانستان او پاکستان لورې ته د پولو په کنټرول کې شته، په ایران کې هم ورنکارۍ ترسره کیږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان سره د دې هېواد په سرحدي سیمو کې ځینو وسله والو ډلو د ایراني ځواکونو خلاف بریدونه زیات کړي.

په دا ډول یو تازه برید کې د تیرې سه شنبې په ورځ د جیش العدل په نوم وسله والې ډلې د ایران د سیستان بلوچیستان ولایت په جنوب ختیځه برخه کې اوه ایراني سرتیري ووژل. دا سیمه له پاکستان سره په پوله پرته ده.

ایران په عراق کې د هغو ملیشو ملاتړ کوي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش خلاف جنګیږي او په افغانستان کې هم د داعش د وسله والې ډلې د راپیدا کېدو په اړه دې هېواد خپله اندېښنه په ډاکه کړې ده.

سره له دې چې افغان چارواکي د داعش ګواښ ډیر د پام وړ نه بولي؛ خو راپورونه وايي چې د داعش وسله واله ډله د کابل په شا او او خوا او ځینو ولایتونو کې فعاله ده او ان روزنیز مرکزونه یې فعال کړي دي.

په تیرو دیارلس کلونه کې د افغانستان لورې ته یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او ځینو سیاسي کړیو وخت نا وخت پر ایران تور پورې کړی چې د افغان حکومت د یو شمېر وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

خو دا چې اوس ولې غواړي د افغانستان سره په ګډه د تروریزم ضد عملیات ترسره کړي؛ ښايي سبب یې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې په اړه د تهران د چارواکو اندېښنې وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *