تمه کیږي،چې په دغه غونډه کې به د سعودي په ملاتړ یو پریکړه لیک صادر او له ایران څخه به د حوثي وسله والو له ملاتړ څخه د لاس اخیستو غوښتنه وشي.

ایراني چارواکو هڅه پيل کړې،چې روسیه او چین چې له امریکا سره په نړیوالو مسایلو کې وخت په وخت د نظر اختلاف لري،خپل ملاتړ ته جذب کړي.

حوثي وسله والو په یمن کې د ایراني حکومت په ملاتړ د هغه هېواد حکومت نسکورکړی او غواړي خپل لاسپوڅی حکومت حاکم کړي.

ترکیې،افغانستان او ګڼو اسلامي هېوادونو د حوثي وسله والو پروړاندې د سعودي په مشرۍ د مسلمانو هېوادونو د ایتلاف ملاتړ کړی او دلیل یې د حرمین الشریفین ننګه ښودلی.

خو پاکستان د ایران په اشاره له دغه ملاتړ څخه ډډه کړې

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *