آیت الله خامنه ای ویلي دا بریدونه یو جنایت او نسل وژنه ده

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه اي پر یمن د عربستان بریدونه په غزه کې د اسرائیلو له بریدونو سره ورته بللي او دا یې “جنایت او نسل وژنه” ګڼلې ده.

پر همدې مهال، د سعودي عربستان دفاع وزارت ویلي، د هېواد سوېلي نجران سیمه کې د ځمکنیو ځواکونو پر یوه مرکز د حوثي یاغیانو له خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ لګیدلې، چې لږترلږه درې افسران یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

تیره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزرات یوې سرچینې منلې وه، چې د سعودي جدې هوايي ډګر مامورینو د جسمي تلاشۍ پر مهال پر هغو دوو ایراني زلمیانو “جنسي تېری” کړی، چې عمرې ته روان وو.

ددغه خبر په خپرېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې او د ایراني چارواکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپورته شول.

تیره ورځ (شنبې) تهران کې د سعودي عربستان سفارت مخې ته د عربستان پرضد له توندو شعارونو سره لاریون کوونکي راغونډ شوي وو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د هېواد فرهنګ او د اسلامي لارښوونو وزیر ته په یوه لیک کې امر کړی چې “د زیارت کوونکو امنیت خوندي او مجرمینو ته سزا” ورکړي.

له مشهد نه هم رپوټونه وايي، چې د عربستان کونسلګرۍ مخې ته خلکو اعتراض کړی دی.

تیره ورځ، د ایران ولسمشر حسن روحاني د هېواد فرهنګ او د اسلامي لارښوونو وزیر ته په یوه لیک کې امر کړی چې “د زیارت کوونکو امنیت خوندي او مجرمینو ته سزا” ورکړي.

ښاغلي روحاني په لیک کې دا هم لیکلي وو، که چېرې عمرې ته د سفر پرمهال د ایراني زیارت کوونکو امنیت او درناوی خوندي نه وي، شاید دا ډول سفرونه “حرام وګرځول” شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *