وزيرستان کې د امريکا بې پيلوټه بريد څلور وسله وال وژلي

پر قبايلي سيمې سوېلي وزيرستان د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

پاکستانۍ رسنيو د وري په ٢٣مه خبر ورکړى چې دغه بريد نن له غرمې مخکې د سوېلي وزيرستان پر شوال سيمې شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې په ياده سيمه کې پر يوه کور توغندي توغولي چې له امله يې څلور وسله وال وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې وژل شوي د پاکستان د تحريک طالبان (سجنا) ډلې پورې تړاو لري.

پاکستان تل دا ډول بريدونه د خپلې خپلواکۍ خلاف کار بللى او له امريکا يې د بندولو غوښتنه کړې ده.

خو امريکا په پرله پسې توګه پر قبايلي سيمو دا ډول هوايي بريدونو ته ادامه ورکوي چې په پايله کې يې ګڼ شمېر ځايي او بهرني وسله وال وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *