مسئولينو د نندارتون پرانستلو موخه، په هيواد کې د کتاب لوستنې دودول او د زدکړي کچي لوړول ښودلې ده

له دې سره مسولينو دې برخې ته د دولت پر نه پاملرنې نيوکه کړې ده

په دې نندارتون کې د لسگونو خپرندويو له لوري په زرگونه علمي، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او قراني کتابونه نندارې ته وړاندې شوې دي. دا نندارتون د یوې اونۍ لپاره د مینه والو پر مخ پرانستلی دی چې د کتابستان کلتوري ټولنې له لوري په لاره اچول شوی. ددې نندارتون مسولینو ویلي: موخه یي په هیواد کې د لوستنې دود کچې لوړول ده.

ددې نندارتون یوه ځنډه ماشومانو ته ځانګړې شوې ده. په دې کوټه ګیو کې د ماشومانو د لوبو وسایل، د کیسو او زدکړو کتابونه ایښودل شوي دي.

خپرونکو دې برخې ته د حکومت پر نه پاملرنې نیوکه وکړه وویل: حکومت د کتاب لوستنې کلتور د دودولو لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

له دې سره چې حکومت په دیارلس سوه اوه اتیایم کال کې د لیکوال، مصنف، هنرمند او څیړونکیو له حقونو د ملاتړ قانون رامنځ ته کړ، خو یو شمیر کسان وایي په دې برخه کې دا قانون بسنه نکوي.

پر دې قانون ډیری نیوکې شوې، ځکه چې د لیکوال له حقه په دفاع کې نیمګړی دی او له دې سربیره یي په پلي کیدو کې درغلي شوې ده. اوس مهال ډيری کتابونه په ټیټ کیفیت سره په پاکستان کې چاپیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *