په هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ۸ کسان مړه شوي دي

د هلمند څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې ددغه ولایت په واشیر ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې اته کسان وژلي دي.

د هلمند ولایت سیمه‌ییزو چارواکو د پیښې د پخلي سربیره ویلي چې دغه ټکر د کابل – هرات پر لویه لاره له غرمې وړاندې ۱۱ بجې رامنځته شوې.

د واشیر ولسوال ایوب عمر عمري ویلي چې ټکر د یوه ټونس ډوله موټر او ټیلر تر منځ شوې او له کبله یې په ټونس کې ناستې ۸ سپرلۍ وژل شوي دي.

عمري زیاته کړې چې په تونس کې سپاره کسان د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکي دي او د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره دلارام ولسوالۍ ته روان وو.

چارواکي وايي چې د ټیلر چلوونکی یې نیولی او مړي یې کورنیو ته سپارل شوي دي.

پر لویو لارو د ترافیکي پېښو ستر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، تیز چلونه او د ترافیکي پېښو نه شتون ښودل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *