په هرات کې د یوه ښوونځي ۹۲ زده کوونکي مسموم شوي

د هرات د حوزوي روغتون مسوولې ملکې پيغام وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د فتح لیسې دا زده کونکي نن د خراب شویو نخودو د خوړولو له وجې مسموم شوي دي.

د آغلې پیغام په خبره ټول زیانمن شوي زده کونکي؛ له ۷ څخه تر څوارلس کلنو پورې عمرونه لري او په روغتون کې دي.

اخوا د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي وايي چې د پيښې علت لا نه دی معلوم؛ خو د څیړنې لپاره یې یو پلاوی ګمارل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *