په غزني ولایت کې د (۳۱) کسانو د برمتې او ناامنیو پر وړاندې لاریون وشو

په غزني ولايت کې د يو ديرشو کسانو د تښتولو او ناامنيو په پيښو کې د دولت پر بيغوړۍ نيوکه کړې.

ددي ولايت اوسيدونکو او د ولايتي شورا غړ د لاریون په تر سره کولوسره خبرداری ورکړی چي د يو ديرشو تښتول شويو کسانو د خوشي کولو په هکله د حکومت پټې خولې په دوام سره به دوی لاس په کار شي.

د غزني ولایت یو شمیر اسیدونکو نن د ولایتي شورا ودانۍ ته په راتګ سره، د یو دیرشو برمته شویو کسانو د خوشي کولو په هکله د دولت پر بیغورۍ نیوکه وکړه. دوی خبرداری ورکړی، که چیرې حکومت په دې برخه کې ګام پورته نکړي، نو دوی به په خپله لاس په کار شي.

د غزني ولایتي شورا ریس هم پر حکومت د نیوکې ترڅنګ ویلي، پولیسو د غزني ولایت اوسیدونکو د امنیت په خوندي کولو کې له زره کار نکوي.

یو شمیر عالمانو هم په خپلو خبرو کې ددې ولایت چارواکي د مدیریت پر کمزورتیا او فساد تورن کړل وویل: په غزني ولایت کې د داعش ډلې شتون او د ناامنیو ډیرښت ددې مسولینو د ناغیړیو له امله دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *