له منځنۍ آسيا څخه سویلي آسیا ته د برښنا د لیږد تړون به د اپریل په میاشت کې لاسلیک شي.

افغانستان ته به دری سوه میګاواټه برښنا او لسګونه میلونه ډالره ګټه ورسیږي

په دې پروژه کې د افغانستان ونډه درې سوه میګاواټه برښنا او د ترانزیت له لارې له یوڅلویښتو تر اته پنڅوسو میلیونو ډالرو عواید ده.

د اوبو او برښنا سرپرست وزیر، ددې تړون لاسلیک د افغانستان لپاره مهم ګڼلی ویلي یي دي: د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا هیوادنو ترمنځ او د افغانستان له لارې دا پروژه د نږدې والي په موخه یو ګام هم شمیرل کیږي.

ویل شوي چې ددې پروژې لګښت به یو میلیارده ډالره وي چې له نیمایي به یي ډير نړیوال بانک ورکړي. ټاکل شوې ددې پروژې له لارې یو زر درې سوه میګاواټه برښنا له قرغیزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې ولیږدول شي او له دې څخه به درې سوه میګاواټه برښنا افغانستان تر لاسه کړي.

د اوبو او برښنا سرپرست وزیر ویلي: ددې پروژې په بشپریدو سره به د لوګر، خوست، غزني او حتی د کندهار ولایت اوسیدونکي د برښنا له شتون څخه برخمن شي او کابل برښنا کمښت به هم له دې څخه بشپړ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *