دیمن ټول اوسیدونکي مسلمانان دي او باید ددوی ستونزه د خبرو له لاری هواره شي

له اسلام سره د اسلام جګړه مشروعيت نلري.

د هرات سولې کميټې د يمن جگړې په هکله ويلي: په دي هکله يوه اسلامي لاره، د خبرو کول ده او د مشرانو ترمنځ له خبرو مخکې بايد له جگړي لاس واخستل شي. ددي شورا ريس ويلي: د يمن ټول اوسيدونکي مسلمانان دي او ددوی ژوند له سخت گواښ سره مخ دی.

د هرات ولایت د سولې کمیټې ریس، دې ته په نغوتې سره چې د یمن خلک ټول مسلمانان دي وویل: ددې هیواد د جګړې له مخې د ډيریو کسانو وینې د تویدنې له ګواښ سره مخ دي.

ددې کمیټې ریس او د هرات ولایت د دیني عالمانو مشر مولوي غلام سرور بارکزي زمونږ له خبریال سره د مرکې پر مهال ویلي: د اسلامي هیوادنو ترمنځ جګړه د کفارو د چلوټو له مخې رامنځ ته کیږي او باید دوی ته د چلوتو د پلي کولو لاره هواره نشي.

ددوی په وینا: له اسلام سره د اسلام جګړه هیڅ ډول دیني مشروعیت نلري او تول ځواکمن اسلامي هیوادونه لکه: ایران عربستان، پاکستان او نورو دا ډول هیوادونو په خپلې ځواکمنتیا سره باید دکفارو پر وړاندې لیکې جوړې کړې وی. مولوي بارکزي زیاته کړې، دا هیوادونه باید دې ته اجازه ورنکړي ترڅو کفري هیوادونه د مسلمانانو ترمنځ واټن رامنځ ته کړي.

د هرات ولایت د سولې کمیټې ریس ویلي: باید د یمن مسلمانو اوسیدونکو پر وړاندې بد لید شتون ونلري او هڅه وشي ترڅو د مشرو او پوهاوي له لارې ددې هیواد ستونزې هوارې کړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *