یا د حکومت د مشرانو په هکله پریکړه کوو یا د ولسي جرګې ور بندوو

د ولسي جرګې یو شمیر غړیو ویلي: اوسنۍ رامنځ ته شوې ستونزې د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له امله دي. دوی د حکومتي مشرانو ترمنځ د ستوزو په هکله د ولسي جرګې په نوښت د یوې لویې ناستې وړاندیز کړی دی

شخړې، نیوکې، برمتې، ناامني او ښاري جګړې، د خلکو ورځینۍ ستونزې دي چې د ملي یوالي حکومت د عمر له ډیرښټ سره ډیریږي. د ولسي جرګې قهر هم را پاریدلی او ملي مسایلو ته یي د د واړو مشرانو پر بیغورۍ کلک غبرګون ښودلی دی. په څو ولایتونو کې وسله والو مخالفینو جبهه یي جګړې پیل کړې او امنیتي ځواکونه یي تر سخت فشار لاندې راوستلي دي. دوی وایي، په داسې حالاتو کې د ملي یوالي حکومت مشران د ډير واک او قدرت د تر لاسه کولو په هڅه کې دي.

د ولسي جرګې غړیو ویلي، حکومت د شنل کیدو په حال کې دی او اوسنۍ اقتصادي او امینتي ستونزې د ملي یوالي حکومت د بیغوریو له امله رامنځ ته شوې دي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړیو د ملي یوالي حکومت د مشرانو د برخلیک په هکله د یوې لویي ناستې د راغوښتلو وړاندیز وکړ. دوی ویلي که چیرې ولسي جرګه په دې هکله څه پریکړه نشي کولای ښه به داوي چې ددې جرګې ور وتړل شي.

د ولسي جرګې ریس ویلي: دا دوه اجنداوې د ریسانو په کمیټه کې شاملیږي د اوسني حالت کابو کولو او خپلو دندو ته د دواړو مشرانو د پام راګرځولو برخې څیړل کیږي.

د ولسي جرګې په ننۍ غوڼده کې د یو دیرشو تښتول شویو کسانو برخلیک ته د دولت پر نه پاملرنې هم نیوکه وشوه وویل شول: د حکومت پټه خوله د زعامت او خلکو لپاره د شرم وړ خبره ده او باید ددې کسانو د راخوشي کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *