د یمني سرچینو په حواله : چې د عربستان جنګي الوتکو د خپلو حملو په دوام کښې پرون مازیګر د یمن په پلازمینه صنعاء کښې د دغه هیواد دفاع وزارت بمباري کړ. د آل سعود د جنګي الوتکو په پرونیو بریدونو کښې همداشان د صنعاء په لس هاو کسان په خاورو او وینو کښې لیت پیت شول.

د عربستان په وروستیو هوايي بریدونو کښې د یمن مخابراتو مرکزونه هم په نښه شوي دي.

د یمن د شمال په صعده او حجة ولایتونو هم پرون د عربستان لخوا هوايي بریدونه وشول.

په عین حال کښې د یمن د انقلاب لوړې کمیټې په یوه خبرپاڼه کښې خلک، پخپل هیواد باندې د عربستان او د هغه د انډیوالانو د تیري د غندلو لپاره نن جمعه د پراخو مظاهرو کولو ته بللي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *