د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي او ولسمشر حسن روحانی پر یمن بریدونه غندلي دي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/04/alalam_635424384884168716_25f_4x3-650x330.jpg)
پر یمن د سعودی عربستان په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیره ۶۴۰ اوښتې ده
دوی دواړو پرون د سعودي عربستان په مشرۍ پر یمن هوايي حملې وغندلې او دا کار یې یو جنایت وباله؛ خو واشنګټن وویل، په داسې حال کې چې تهران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي؛ امریکا غلې نه شي پاتې کېدای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له حوثي یاغیانو څخه د تهران د ملاتړ په اړه په لومړي ځل انتقادي څرګندونو کې وویل؛ واشنګټن د یمن په کورنیو چارو ک له بهره مداخله نه شي زغملای.
واشنګټن په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ له هوايي حملو څخه په لومړي سر کې ملاتړ اعلان کړی و.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني سعودي عربستان ته په یمن کې د هوايي حملو د دوام په اړه خبرداری ورکړ. روحاني چې پرون د ټکنالوژۍ د ورځې په مناسبت په تهران کې جوړې غونډې ته وینا کوله زیاته کړه:
“تاسو چې په خپلو څلورو الوتکو نازېږئ نه پوهېږئ چې د دې کار نتیجه به څه وي؟ دا لاره غلطه ده، له دې غلطې لارې راوګرځئ.”
د راپور له مخې د یمن په روانه جګړه کې چې د سعودي عربستان او ایران ترمینځ نیابتي جګړه بلل کېږي؛ تراوسه له ۶۴۰ زیات کسان وژل شوي دي