په غزني کې چاودنې د یوه موټر ۱۲ سپرلۍ ووژلې
په غزني کې چاودنې د یوه موټر ۱۲ سپرلۍ ووژلې
په غزني کې د سړک د غاړې په چاودنه کې نن ۱۲ تنه سپرلۍ ووژل شوې.
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وویل:«نن سهار د سړک د غاړې بم د سپرلیو د یوه موټر په لاره کې وچاودېده، دوولس تنه یې ووژل او موټر اور واخیست.»
د غزني د والي ویاند شفیق ننګ تاند ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه د سهار په اته بجې د دغه ولایت د خوږیاڼي او قره باغ ولسواليو ترمنځ د ملا او چهار کلا د سیمو ترمنځ وشوه.
فیق وايي چې تراوسه د مرګ ژوبلو دقیق شمېر نه دی څرګند.