خال میزا وژل شوی او دده یوملګری نیول شوی دی

د سمنګان امينه قومانداني وايي چې د پوليسو په ځانګړو عمليات کې د خال ميرزا په نوم يو تن چې ځان يې په دغه ولايت کې د داعش مشر نومولى و، وژل شوى او يو نږدې کس يې نيول شوى دى.

د سمنګانو امنيه قوماندان پاسوال محمداکرام بېکزاد ته وويل چې دا عمليات تېره ورځ له غرمې وروسته د ولايت په مرکز کې د خواجه مومن او منقوطن د کلو تر منځ پيل شوي وو.

د هغه په خبره، نيول شوى کس عدم نومېږي او له يوه ميل کلاشينکوف سره نيول شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا دوه تنه د منقوطن کلي اوسېدونکي دي.

د سمنګان سرپرست والي خيرالله انوش وويل چې خال ميرزا شاوخوا ٢٠ ورځې وړاندې ځان په دغه ولايت کې د داعش ډلې د مشر په توګه اعلان کړى و او له بغلان سره په پوله يې د دغه ولايت د مرکز ايبک په غرنيو سيمو کې دولت ضد او ورانکاري فعاليتونه درلودل.

يوه ځايي اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط د خال ميرزا د وژنې د پخلي تر څنګ وويل چې د دغه شخص د ډلې غړي خلک ځوروي او په بېلابېلو نومونو لکه عشر او ذکات له خلکو پيسې اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *