له پاکستان سره ګډې پولې ته نږدي ۸ ایراني پوله ساتي سرتیري وژل شوي دي

د ايران او پاکستان په ګډه پوله ناپېژاندو وسله والو اته ايراني سرحدي ساتونکي وژلي دي.

ايراني رسنيو د وري په ١٨مه خبر ورکړى چې دا پېښه نن سهار د ايران د سيستان بلوچستان ايالت په سرحدي سيمه کې رامنځته شوې ده.

رسنيو د سيستان بلوچستان د مرستيال والي علي اصغر مير شکاري په حواله خبر ورکړى چې يو شمېر وسله والو د پاکستان د بلوچستان ايالت له خاورې د سيستان خاورې ته ورغلي او پر سرتېرو يې ډزې کړې دي.

ميرشکاري ويلي چې په دغه بريد کې اته سرحدي سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې تر ياد بريد وروسته وسله وال بېرته د پاکستان خاورې ته په تېښته بريالي شوي دي.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، ايران او پاکستان شاوخوا ٩٠٠ کيلومتره ګډه پوله لري او په دې وروستيو کې يو شمېر سرحدي نښتې رامنځته شوې چې ډېرى مهال ايراني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *