دعراق په تکريت ښار کې ۱۲ ډله يز قبرونه موندل شوي دي

۱۲ ډله آيز قبرونه دعراق د (تکريت ) په ښار کې موندل شوي دي . دغه سيمه تر ډيره وخته د «داعش» دسخت دريځي وسله والې ډلې تر کنټرول لاندې وه .

په ډله يزو قبرونوکې دمړو سره ددوی دهويت پاڼې هم موندل شوي دي .د هويت پيژندنې پاڼې ښيئ اکثرا وژل شوي کسان ،هغه ځوانان ول چې عسکری خدمت ته جلب شوی وو . دغه کسان لس مياشتي مخکې دتکريت (اسپینچر) دادې څخه تښتول شوی وو .

. لکه چې مخکې خبر ورکړل شوی وو ، هغه مهال د «اسلامي دولت » دفعاليت له کبله له دغې پو ځي اډې نه ۱۶۶۰ تنه ترې تم شوې وو . دکارپوهانو په خبره په ډليزو قبرونو کې ښائي دا همهغه کسان وي .

دعراق صدراعظم حيدر ال عبادي تيره اونی وويل : چې حکومتي عسکرو پر وسله والو کسانو برياليتوب ترلاسه کړی دي .که چيري د (تکريت) پر استقامت عراقي پو ځونه پرمختګ وکړي او دغه ښار ونيسي نو دوی کولای سي د (نينوا) ولايت د موصل ښارته ځانونه ورسوي. دغه ښار د «اسلامي دولت » وسله والو کسانو د «خلافت » مرکز ټاکلی دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *