په کابل او بغلان ولایت کې د چاودونو له کبله ۸ پولیس دوه ملکیان وژل شوي
په کابل او بغلان ولایت کې د چاودونو له کبله ۸ پولیس دوه ملکیان وژل شوي
د کابل په قرباغ کې په ماین چاودنه کې څلور پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې څلور پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې دغه پيښه نن سهارڅه بانديې لس بجې رامنځته شوې ده.
په سیمه کې عیني شاهدانو ازادۍ راډیو ته وویل، چاودنه د قرباغ ولسوالۍ د پولیسو د سبزسنګ ټولي د قومندان پرموټر شوې چې له امله یې د قومندان په ګډون پنځه پولیس وژل شوي دي.
د یوه بل خبرله مخې د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې نن سهار د سړک ماین چاودنه کې څلورپولیس وژل شوي او دری نور ټپیان شوي دي.
پيښه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په انارخیل سیمه کې شوې ده.