ملي امنیت په بغلان کې د مخالفینو د وسلو یوه زیرمه شنډه کړې
ملي امنیت په بغلان کې د مخالفینو د وسلو یوه زیرمه شنډه کړې
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په بغلان ولایت کې د وسله والو مخالفینو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه کشف او خنثی کړې ده.
د ملي امنیت عمومي ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه زیرمه یې د یو لړعملیاتو پر مهال کشف او ضبط کړې ده
اعلامیه زیاتوي چې ددې ترڅنګ یې په دې ولایت کې یو وسله وال کس او جعلکار کس هم ددوی دمنسوبینو له خوا نیول شوی دی.