په بغلان ولايت کې د “روند سبز” نومي سازمان له خوا د ملي بيرغ پر ملاتړ او د “داعش” ډلې بيرغ پر ضد لاريون وشو.

دغه لاريون د دوو سوو ځوانانو په ګډون نن له غرمې مخکې په پلخمري ښار کې ترسره شو چې ټولو د افغانستان تور، سور او زرغون بيرغ له ځان سره لېږداوه او د داعش پر ضد يې شعارونه ورکول.

د دوى په منځ کې دوه ورزشي لوبډلې هم ښکارېدې چې سپينې جامې او شنه ملابندونه يې اچولي وو.

په بغلان کې د “روند سبز” يا شنه بهير مشر ارش راستين پژواک وويل چې يواځې د افغانستان اسلامي دولت بيرغ قانوني دى او نور د منلو وړ نه دي.

د لاريون يوه بل ګډونوال ذبيح الله مبارز وويل: ((د هېواد په ځينو ساحو کې د داعش فعاليت زيات شوى، له خلکو اورم چې د داعش بيرغ په کومه سيمه کې اوچت شوى، خو افغانان د داعش تور بيرغ نه غواړي.))

دغه ځوان زياته کړه چې نن يې د هېواد درې رنګه بيرغ ته د درناوي په موخه لاريون وکړ او د طالبانو سپين او د داعش تور بيرغ ورته په هېڅ توګه هم د منلو نه دى.

شين بهير يا روند سبز هغه سازمان دى چې د ملي امنيت د پخواني عمومي مشر امرالله صالح يې مشري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ځينو ولايتونو لکه هلمند، فراه، لوګر، کونړ او سرپل کې د داعش د فعاليت په اړه خپاره شوي راپورونه په خلکو کې د اندېښنې لامل ګرځېدلي او ځين شنونکي وايي چې په هېواد کې د دې ډلې پيدا کېدل په هغه کچه ستر او خطرناک نه دي، څنګه يې چې تبليغ کېږي، خو ټينګار کوي چې همدا اوس يې دې مخنيوى وشي.

داسې راپورونه شته چې ځيني وسله والو طالبانو د هېواد په ځينو سيمو کې سپين بيرغ ښکته کړى او پر ځاى يې تور بيرغ درولى او له داعش ډلې اطاعت ته يې غاړه اېښې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *