په فراه ولایت کې (۵۰) وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه ولايت کې د امينتي ځواکونو په عملياتو کې، له پنځوسو ډيرو وسله والو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د ملي اردو مسولين وايي: په دې عمليات کې د داعش پلویانو هم ګډون کړی وو

دا عملیات څلور ویشت ساعته مخکې، د فراه ولایت، پشت رود ولسوالی په مساو سیمه کې پیل شوې وو.

په فراه ولایت کې د ملي اردو ویاند عبدالروف رحماني ویلي: په دې عملیاتوکې اته ویشت وسله وال مخالفین وژل شوي او دولس نور ټپیان دي. د ښآغلي رحماني په وینا په وژل شویو کسانو کې د داعش یو شمیر پلویان هم شتون لري. ده ویلي دا عملیات له هوایي بریدونو سره هم مل وو، چې په لړ کې یي اوو تنو امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې سره ښآغلي رحماني ویلي: په دې بریدونو کې د وسله والو مخالفینو یوه پنځه سوه کسیزه ډله په نښه شوې او سیمه له دوی څخه پاکه شوې ده.

وسله والو طالبانو هم د نښتې پخلی کړی خو ویلي یي دي چې دوی د پولیس سرتیرو دوه پوستې نیولې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *