پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف هوایي بریدونه دوام لري

عربستان نن یو ځل بیا له سهاره پر صنعا بمباری ته دوام ورکړی دی

په داسې حال کې چې د نړۍ ډيریو هیوادنو پر یمن د سعودي عربستاان په مشرۍ د ایتلاف پر بریدونونیوکه کړې او دایي غندلي، خو دې هیواد له دې سره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. له دې هیواد څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې دډې هیواد پر پلازمینې صنعا نن یو ځل بیا د عربستان بریدونه پیل شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ملګرو ملتونو په دې هیواد کې د ملکي کسانو پر مرګ ژوبله اندیښنه ښودلې وه.

د عربستاني هوایي بریدونو پر وړاندې د حوثیانو غبرګون هم دوام درلود او له دې سربیره چې دوی د عربستان پر جنګي الوتکو بریدونه کړې ددې هیواد په بیلا بیلو ښارونو کې عربي ضد لاریونونه روان دي. لاریون کونکو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *