ملگرو ملتونو (د يرموک) پنډغالي د اوسيدونکو په هکله اندیښنه ښودلې ده .

د کډوالو دا پنډغالی، چې د سوريې پلازميني(دمشق) په څنډه کې پروت دی، له څو ورځينيو نښتو وروسته د داعش وسله والې ډلې تر لاسه کړی دی. فلسطيني مشرانو هم له ښکيلو خواوو غوښتي ترڅو د پنډغالي اوسيدونکو امنيت ته تر ډيره پاملرنه وکړي.

د سوریې پلازمینې(دمشق) ته نږدي د فلسطیني کډوالو پنډغالي د نیولو لپاره، جګړه د تیرې اونۍ له چهار شبنې راهیسې روانه وه. دا بنډغالی چې د دمشق په سویلي څنډه کې پروت دی اتلس زره فلسطیني اوسیدونکي لري او ا وس مهال د داعش وسله والې ډلې لاس ته ورغلی دی. ددې پنډغالي د نیولو په برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویه او د کار ځانګې ویلي: د کډوالو په دې پنډغالي کې د فلسطیني کډوالو حالت ډیر کړکیچن دی او تر اوسه هم د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده. ده ویلي: ” د روستیو تر لاسه شویو مالوماتو له مخې، د پنډغالي اوسیدونکي له ډير بد حالت سره مخ دي، خلک په خپلو کورنو کې بند پاتې دي او تر اوسه هم ځمکنۍ او هوایي جګړه روانه ده، چې ټولو کسانو ته یي د مړینې او ټپي کیدو ګواښونه رامنځ ته کړي دي. مونږ له ټولو ښکیلو خواوو څخه غواړو تر څو نړیوالو قوانینو ته درنښت ولري”.

هغه کسانو چې له (یرموک) پنډغالي څخه په تیښته بریالي شوي وایي: د داعش وسله وال په بیرحمۍ سره د خلکو په وژنو لاس پورې کړی، دوی د خلکو سرونه پرې کوي او په کوڅو کې یې اچوي. دوی وایي: د فسلطین وسله والې ډلې او د سوریې پوځیان په چټکۍ سره باید ددوی پر وړاندې لاس په کار او له دې سیمې داعش وباسي. دوی وایي: ” بنسټپالو چې کمپ نیولی دی، د خلکو وسرونه پرې کوي او په کوڅو کې یې اچوي. مونږ هیله مند یو چې فلسطیني وسله والې ډلې او د سوریې دولت په بیړې سره دا ترهګر له دې سیمې وباسي “.

د فلسطین دولت او حماس غورځنګ هم ددې پنډغالي د فلسطیني اوسیدونکو د امنیت خوندي کولو غوښتنه کړې ده. د حماس سیاسي ځانګې ریس(خالد مشعل) د سوریې په کورنۍ جګړه کې د فلسطینیانو پر لرې ساتلو د تینګار ترځنګ، له دواړړو ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو په دې پنډغالي کې د فلسطینیانو له وژلو لاس واخلي.

د فلسطیني دولت مشر( محمود عباس) هم له یو شمیر عربي مشرانو سره په ټلفوني خبرو کې، له دوی څخه غوښتي ترڅو په یرموک پنډغالي کې د فلسطینیانو د ژوند ژغورني لپاره لاس په کار شي. دا پنډغالی مخکې له دې د فلسطیني وسله والو په لاس کې وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *