د هيواد (۲۹۷) ولسوالی د پسرلنیو سيلاونو له گواښ سره مخ دي

د کليو پر مختيا وزير، چي نن مشرانو جرگې ته ورغوښتل شوی وو،. ددي گواښونو پر وړاندي يي چمتوالی ښودلی دی. د اوبو او برښنا وزير وويلي: ددې وزارت بوديجه لږه ده او د سيلاونو د کابو کولو وړتيا نلري.

پسرلیني اورښتونه پیل شوي او مشرانو جرګې د سیلاونو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده. دې جرګې نن د کلیو پرمختیا، اوبو او برښنا وزارت خونو او د طبعتی پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشران د سناتورانو پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه ورغوښتي وو.

د کلیو پرمختیا وزیر(بصیر احمد دراني) وویل: دوی د هیواد زیانمنیدونکي سیمې په نښه کړې او د ګواښونو لپاره بشپړ چمتوالی لري. ښاغلي دراني ویلي: د هیواد (۲۹۷) ولسوالی د سیلاونو له ګواښ سره مخ دي.

د کلیو پرمختیا وزیر ویلي: له هغه کسانو سره مرستي او ارین خوراکي توکې چې له ګواښونو سره مخ دي چمتو شوي، خو تر اوسه ټولو ولایتونو ته نه دي لیږدول شوي. دوی د بادغیس ولایت کړیز سړک په هکله هم ویلي: ددې پروژې لګښت چمتو دی او ډير ژر به پرې کار پیل شي.

د اوبو او برښنا سرپرست وزیر(محمود محمودي) ویلي: هغه سیمې چې له شونې ګواښ سره مخ دي په نښه شوې، خو ددوی وزارت د سیلاونو د کابو کولو لپاره اړینه بودیجه نلري.

دوی زیاته کړې، هغه بودیجه چې د سیلاونو لپاره ځانګړې شوې دوه اعشاریه دوه میلیونه ډالره ده، په داسې حال کې چې یواځې د آمو سیند د کابو کولو لپاره یو میلیاردو ډالرو ته اړتیا لیدل کیږي. دوی ویلي که چیرې په آمو کې اوبه کابو کړل شي نور سندونه تر ډیره ګواښونکي نه دي.

د اوبو او برښنا سرپرست ویلي: په هیواد کې د سیلاونو د ډیرښټ لاملونه د ونو پرې کول او په نړیواله کچه د هوا تودوخه دي. ده ددې ستونزې د هواری یواځینې لارې د کانالونو، ویالو او له ابو ښه مدیریت ښودلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *