دیمن په هکله د امنیت شورا ناسته بې پایلې پای ته ورسیده

په حدیده ښار کې د ملکي کسانو پنځه کورنه ویجار او دولس ملکیان وژل شوي دي

ملګرو ملتونو امنیت شورا د یمن په هکله د روسیې د هغه وړاندیز په هکله چې پر یمن د هوایي بریدونو په هکله وو یوه ناسته تر سره کړه. خو په دې ناسته کې هیڅ ډول پریکړه ونشوه. د امنیت شورا په ناسته کې د یمن جګړې له ښکیلو خواوو څخه وغوښتل شول، ترڅو جګړه ځپلو او اړو کسانو ته د مرستې رسونې په برخه کې مرسته او همکاريوکړي.

پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف بریدونه یولسمې ورځې ته وغځیدل او د صنعا اوسیدونکي وایي: دې ایتلاف تیره ورځ پر دې ښار خپلو بریدونو ته زور ورکړی وو. په (حدیده) ولایت کې د بمبار پر مهال د ملکي کسانو کورونه په نښه شوي، چې له امله یي پنځه کورونه ویچار او دولس کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *