په دې برید کې د ښخو او ماشومانو په ګډون له څلویښتو ډیر کسان وژل شوي

د سعودي عربستان په مشری د يمن پر وراندي ايتلاف، ددې هيواد په شمال کې د کډوالو يو پنډغالی بمبار کړی، چي له امله يي د ښځو او ماشومانو په گډون له ځلويښتو ډير کسان وژل شوې او په لسگونه نور ټپيان دي. په زرگونه يمني کډوال له دوه زره نهم کال راهيسې په دې پنډغالي کې ميشت دي.

د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف جنګي الوتکو دا برید تیره ورځ، د یمن په (المزرق)   کډوالو پر یوه پنډغالي تر سره کړی. دا پنډغالی په (حجه) ولایت کې، چې له عربستان سره ګډې پولې ته نږدي پروته دی شتون لري. د حوثیانو د دفاع وزارت ویلي: په دې برید کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون له څلویښتو ډير کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي. د کډوالو لپاره د ملګر ملتونو څانګې او بې پولو ډاکټرانو هم دا منلې چې په دې برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ته. په لسګونه زره یمني کډوال له دوه زره نهم کال راهیسې په دې پنډ غالي کې میشت دي. د یمن پر وړاندې د ایتلاف ویاند(احمد عسیري) چې د یمن پر وړاندې د ایتلاف بریدونو په هکله له خبریالانو سره په خبرو کې د(المرزرق) پر پنډغالي هم یو ډول ددې برید پخلی کړی دی. پر یمن د سعودي عربستان په مشری د عربي ایتلاف دبریدونو په شپږمه ورځ، په شمالي صعده ښار کې هم ددې ایتلاف د هوایي بریدونو له کبله ډیری ملکي کسانو وژل شوي دي. ددې تلفاتو د غندلو په موخه د یمن په پلازمینه صنعا کې لاریونونه تر سره شوي او لاریون کونکو ددوی پر هیواد د سعودي عربستان تیری او د ملکي کسانو وژل په کلکو ټکو غندلي دي. لاریون کونکو ویلي: دا بریدونه او وژنې به یمنیان غاړې ایښودلو ته اړ نکړي. دوی ویلی: ” مونږ دلته راغلي یو تر څو د آل سعود کورنۍ او د خلیج مشرانو ته ووایو، چې دوی او هغه کسان چې زمونږ پر وړاندې یي له چلوټې کار اخستی او زمونږ خلک وژني، زمونږ پر وړاندې به هیڅ کار ونشي کړی “

د صنعا یوه بل اوسیدونکي هم ویلي چې: ” دا تیری به پر مونږ اغیزه ونکړي، دا تیری زمونږ ځواک او تګلاره لا پیاوړې کوي، مونږ ځواکمن یو ، مونږ به بریالي شو او دوی به له ماتې سره مخ شي” .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *