داستادرباني پوهنتون استادانو درسي اعتصاب کړی
د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمیر استادانو درسي اعتصاب پیل کړی.
د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د شپې پوهنځیو استادان وايي؛ ترڅو چې دولت د دوی حق الزحمه نوي ورکړي خپل درسي اعتصاب ته به دوام ورکړي.
د ښوونې اورزوني پوهنتون د پښتو ډیپارمنټ امر پښتون اقا شیرزاد ویلي، چې د دوی استادانو د تېرو نهو میاشتو راپه دې خوا خپله حق الزحمه نه ده تر لاسه کړې.
ښاغلي پښتون آقا زیاته کړه چې دغه درسي اعتصاب د نوي لمریز کال د پیل راهسې پیل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د اعتصاب کوونکو استادانو شمېر لسګونو تنو ته رسیږي.