د هوا په تودېدو سره په افغانستان کې د جګړې موسم پيل شوى، خو د ملي اردو تازه دمه ځواکونه ډاډ ورکوي چې اوچته وړتيا لري او کولى شي چې له وسله والو مخالفينو سره په پوره توان جګړه وکړي.

وسله وال مخالفين تل د ژمي په پاى ته رسېدو او د پسرلي په پيلېدو سره په هېواد کې خپل بريدونه پيلوي.

سږ کال امنيتي ځواکونو د لومړي ځل لپاره له هېواده په خپلواک ډول دفاع کوي او ناټو ځواکونه د جګړې له ډګره وتلي دي.

داسې اندېښنې هم شته چې امنيتي ځواکونه به د روان جګړه ييز کال په موسم کې له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف ١٣کلن جګړه ييز ماموريت د ٢٠١٤ کال په وروستيو کې په بشپړه توګه په رسمي ډول پاى ته ورسېد او د ناټو د غوڅ ملاتړ نوى ماموريت چې افغان ځواکونو ته له روزنې، مشورې او همکارۍ څخه عبارت دى، پيل شو.

افغان ملي امنيتي ځواکونه چې د ملي اردو شاوخوا دوه سوه زره کسيز ځواک هم په کې دى، له دې وروسته امنيتي مسووليتونه په ټول هېواد کې په بشپړ ډول پر غاړه واخيستل.

ملي دفاع وزارت وايي په روان کال کې يې پر وسله والو مخالفينو وار مخکې کړى او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې پراخ عمليات پيل کړي او روان کال به د دفاعي حالت پر ځاى يرغليز دريځ ولري.

نن د ملي اردو له روزنيز مرکزه فارغ شوو څه باندې دوو زرو سرتېرو او بريدملانو هم ډاډ ورکړ چې که په هر ډول شرايطو کې د هېواد په ناامنو ولايتونو کې ورته دنده وسپارل شي؛ چمتو دي چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه وکړي.

په کابل کې د ملي اردو د روزنيز مرکز قوماندان بريد جنرال امين الله پتياني وويل چې فارغ شوي سرتېري او بريدملان په بېلابېلو پوځي برخو کې روزل شوي او د هېواد په بېلابېلو قطعاتو کې به پر دندو وګومارل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *