د افغانستان له فضا څخه له هری تیریدونکي الوتکې پنځه سوه ډالره مالیه اخستل کیږي

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي؛ له دې وروسته به له هر هغې بهرنۍ الوتکې څخه چې د دې هیواد له فضا څخه تیریږي پنځه سوه ډالره مالیه اخلي.

له دې وړاندې د افغانستان له هوايي حریم څخه د بهرنیو شرکتونو د الوتکو له پراوزونو څخه هر ځل څلور سوه ډالر اخیستل کېدل.

د افغانستان د هوایي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هوايي حریم څخه د تېریدونکو بهرنیو پروازونو ټکس د کابینې د یوې پریکړې له مخې زیات شوی دی.

له دې لارې په کال کې په میلیونونو ډالر د افغانستان په دولتي خزانه کې جمع کیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې اوس مهال په ورځ کې له ۲۰۰ څخه تر ۲۳۰ پورې بهرني هوايي پروازونه د افغانستان له هوايي حریم څخه تیریږي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *