دکابل په ځانمرګي برید کې له پنځه دیرشو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې ته څیرمه په ځانمرګي برید کې شپږ کسان وژل شوي او له یو دیرشو ډیر نور ټپيان دي

د کابل امنیې قومندان عبدالرحمان رحیمي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، برید د عامو خلکو په ګڼه ګوڼه کې رامنځ ته شوی او ټول قربانیان یي ملکي وګړي دي

دا حمله د څلورنیمو بجو په شااوخوا کې د مرادخاني په سیمه کې د دویمي امنیتي حوزې دروازې ته نږدې وشوه

دا ځانمرګی برید په داسې حال کې رامنځ ته شوی کله چې مامورین او خلک له دفترونو او ښآر څخه د خپلو کورنو په لور روان وو.

عینی شاهدانو ویلی دوی پنځه لس مړي لیدلي دي

دا په پلازمینه کابل کې د ۱۳۹۴ کال له پیلېدو راهیسې لومړۍ حمله وه چې ترسره کیږي خو تراوسه چا د دې پیښې مسوولیت نه دی اخستی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *