د سمنګان د ولایتي شورا غړی ووژل شو
د سمنګان د ولایتي شورا یو غړی چې د څلورو نورو کسانو سره یوځای د طالبانو له لوري نیول شوی و ،ووژل شو.
د سمنګان د ولایتي شورا رئیس ،حاجي راز محمد خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې سیدعبدالعلیم سادات تیره ورځ د بغلان ولایت د پلخمري ښار د چشمه شیر له سیمې څخه د وسله والو طالبانو له ځانه سره وړی و.
د نوموړي پر وینا،نن ورځ( سنبله ۳) د سمنګان د ولایتي شورا دا غړی وژل شوی دی.
د سمنګان د ولایتي شورا رئیس وایي چې د ښاغلي سادات جسد سمنګان ولایت ته لیږدول شوی؛ مګر د نوموړي سره د څلورو نورو کسانو د برخلیک په اړه مالومات په لاس کې نشته.
په داسې حال کې چې د سمنګان د ولایتي شورا رئیس وایي چې طالبان د شورا ددې غړې په وژنه کې لاس لري؛ مګر وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.