د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر سره د ټرمپ لفظي شخړه
د امریکا جمهور رییس ،ددغه هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر سره په تازه لفظي شخړه کې نوموړې ته د «کم عقل» خطاب کړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ په خپل ټويټر اکونټ باندې لیکلي دي چې «ریکس ټیلرسن بشيړه او لازمه ذهني وړتیا نه لري او د یوې ټوټې تیګې په څیر کم عقل او تنبل دی.
په ورته وخت کې ټرمپ د بهرنیو چارو د اوسني وزیر ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې «مایک پومپئو»،فوق العاده کار کوي او پر نوموړې ویاړي.
ویل کیږي چې ټیلرسون د ګوښه کېدو یو کال وروسته،پر ډونالډ ټرمپ باندې سختې نیوکې کړې وي او نوموړې ته یې د«بې نظمه» او«کم عقل» خطاب کړی وو.
د نوموړې پر وینا ،ټرمپ د جمهور رییس لپاره چمتو شوي راپورونه نه وایي او باید هغه ته تل وریاده شي چې د قانون خلاف کړنې ترسره نه کړې.