سعودي عربستان د افغان سولې په پروسه کې د مرستې لپاره چمتو والی وښود
سعودي عربستان د افغان سولې په پروسه کې د مرستې لپاره چمتو والی وښود
سعودي عربستان وايي، په افغانستان کې د سولې د ټيښګټ په برخه کې هر راز مرستې چمتو دی او له ټولو اړخونو به دغه پروسه قوي کړي.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر څخه کليد راډيو ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله نن په رياض کې د سعودي عربستان له پاچا، خادم الحرمين شريفين اعلی حضرت سلمان بن عبدالعزيز السعود سره وليدل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، عبدالله په دې ليدنه کي ويلي، چې پاکستان د تروريزم پر ضد جګړه کې لازمه همکاري نه ده کړې او لا هم د ترورستانو ملاتړ کوي .
عبدالله له سعودي عربستان څخه وغوښتل، څو په سيمه کې د تروريزم حامي هيوادونه دې ته وهڅوي چې د تروريزم له ملاتړه لاس واخلي.
په دغه ليدنه کې د سعودي عربستان پاچا وويل، افغانستان او افغانان يې په زړه کې خاص ځای لري او په همدې روحيې سره په افغانستان کې د دايمي سولې، امن او پرمختګ غوښتونکی دی.
نوموړي وويل، چې سعودي عربستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړيکو پلوي دی او د سولې په هڅو او له تروريزم سره په مبارزه کې د افغانستان له داعيې ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، د سولې لپاره ضروري ده چې، طالبان له جنګ جګړو لاس واخلي او پدې توګه د سولې لپاره خپل چمتو والی اعلان کړي.
د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ د يو لوپوړي افغان پلاوي په مشرۍ د درې ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته تللى دی.