سعودي عربستان په رسمې ډول له دمشق څخه غوښتي ترڅو خپلي اړیکې له ایران سره پري کړي.

سعودي عربستان په رسمې ډول له دمشق څخه غوښتي ترڅو خپلي اړیکې له ایران سره پري کړي.

دسوريي ولسمشر په خپلو خبرو کې سعودي عربستان هغي پریکړي ته په نغوتي سره چی له دمشق څخه یې غوښتي ترڅو له ایران سره خپلې اړیکې پریکړي ویلی: عربیانو اعلان کړي چی یواځی له دي لاري سره غواړي چی د سوريي ستونزي په هواري کې همکاري وکړي.

«بشاراسد»دسوريي ولسمشر روسي(کومسومولسکایا پراودا) سره په مرکه کې زیاته کړي ایران ، روسیه او د لبنان حزب الله دمشق سره اصلي هم غړي هیوادونه دي چی قانوني تګ لاري سره په سوريی کې غواړي تروریزم سره مبارزه وکړي او په همدي موخه سوریي ته دننه شوي او دا په داسي حال کې ده چی ډیري نور هیوادونه د سوریي په کورنیو چارو کې د لاسوهني لپاره سوریي ته دننه شوي دي.

د دي ریپوټ له مخي د سوريي ولسمشر د دي مطلب په بیان سره وایي له دي سره چی ایران او سوریه ښی او غښتلي نیګدي اړیکې لري سعودی عربستان هڅه کوي ترڅو له دي لاري د دواړو هیوادونو اړیکې له منځه یوسۍ.دي وایی عربیانو له سوریي څخه غوښتی ترڅو د ایران پر وړاندي ودریږي نو همدا لامل دي چی سعودي عربستان غواړي د ایران او سوريي اړیکې په ټولیزه توګه له منځه یوسي او دغه اړیکې ایران باندي منفي اغیزه وکړي.بلخواه لویدیځ هیوادونه هم غواړي چی د سوریي او روسیه ترمنځ اړیکې ترینګلي کړي او له دي لاري غواړي خپلي منفي اغیزي پرروسیي باندي واچوي.

نومړي د دي سوال په ځواب کې چی ترکیه د سوريه په ستونزو کې څومره ګټور رول لوبولي شې زیاته کړه : ترکیه دامهال په کره ډول سوریي کې جګړي ته ملا تړلي او دامهال د سوریي په ډیري سیمو کې ترکې ځواکونه په جګړه بوخت دي  چی دا په کره ډول له دمشق سره د ترکې جګړه په ډاګه کوي.ترکیه د سوريي ملي حاکمیت مات او نړیوال قوانین یې ترپښو لاندي کړي دي.

بشار اسد په همدی اړه زیاته کړه چی آنکارا دولت له دی لاري څخه غواړي ترڅو په سوريي باندی غیری قانوني لاري باندي واک ترلاسه کړي. په سوريي کې د ترکیه لاس وهني اصلې لامل داده ترڅو په سوريي کې ترهګریزي ډلی «داعش» او «النصره » ډله پیاوړي کړي باید په دي پوه شې چي ترکیه له ترهګرو څخه ملاتړ کوي او یواځی په خبرو سره ښکاره کوی ترڅو له ترهګرو سره په مبارزه اخته دی.

دسوريي ولسمشر زیاته کړه: د ترکیه دولت یو له هغو هیوادونو څخه دي چی داعش یی رامنځ ته کړي دی. آنکارا په بیلابیلو لارو څخه غواړې له داعش څخه ملاتړ او له دوی سره مرسته وکړي آنکارا دولت داعش ته لاره هواره کړی ترڅو دسوریي نفت له بیلابیلو لارو او دترکیه سرحدي پولې له لاري نورو ځایونو ته ولیږدوي او هلته یې وپلوري.ترکیان هرکله ادعا کوي چې په ډیریو سیمو کې یي داعش مرکزونه په نښه کړي او دوي یې له ماتي سره مخ کړي خو دا یواځی تشې خبري او مسخره یی لاره ده چی دوی غوره کړي ترڅو نړیوالو ته له دی لاري سره بازي یا فریب ورکړې.ترکیه سوریي ته دننه شوي ترڅو النصري او داعش ډلی سره مرسته او همکاري وکړي نه داچی له دوی سره په مبارزه پیل وکړي.

نوموړي د ترکیه او روسیه ترمنځ مثبتو اړیکو ته په نغوتي سره زیاته کړه: روسیه او ترکیه سره توپیر لري روسیه د هیوادونو حاکمیت او ملت ته درنښت لري او په سیمه او نړي کې ترویزم سره مبارزه کوي خو بلخواه ترکیه هغه هیواد دي چی نه یواځی دا چې د هیوادونو حاکمیت ته درنښت نلري او تکفیري ډلو څخه ملاتړ هم کوي. نو له دي سره د روسیه او ترکیه ترمنځ اړیکې مونږته هیله پیدا کوي ترڅو روسیه په دي وتوانیږي ترکیه په یوشمیر کړنو کې بدلون رامنځ ته کړي. زه باوري یم چی د روسیه په بهرنې دیپلوماسي کې لومړي دا تګ لاره ځاي پرځای شوي وي ترڅو آنکارا په یوشمیر تګ لارو کې بدلون رامنځ ته کړي.

د سوریي ولسمشر په سوریي کې دصهیونیستی ریژیم  له لوري د تکفیري ډلوملاتړ ته په نغوتي سره زیاته کړه: هر هغه وسله وال نفر چی دامهال په سوریی کې په ګړه بوخت دي د تل آویو له لوري حمایه کیږي ، که دا مستقیم او یا هم غیري مستقیم لاري څخه وی.

اسرايل زمونږ دښمنان دی او زمونږ ډیری سیمو واک یي هم ترلاسه کړي دی.اسرایل مونږته د دښمن په سترګه ګوري، او تکفیري ډلو څخه ملاتړ کوي د دوي په ګمان چی دمشق له دي کار سره فکر بل لوري ته اوړي او دوي به په آساني سره د جولان او لزوم سیمی آزاده کړی. نو واضح ویلي شو چي د داعش، النصره ، او القاعده ترهګرو ډولو سره اسرایل هیڅ بدلون نلري.

بشار اسد همدا راز زیاته کړه: له کله چي په سوریي کې شخړي رامنځ ته شوي او د یو کړکیچ سره مخ شوي یو ډيري بهرنیو هیوادونو له لوري مو وړاندیزونه ترلاسه کړي دی. هغوي مونږ ته وړاندیز کړي ترڅو د دوی وړاندیزونه عملي کړو  ترڅو دوی د سوریی په کړکیچ کې له مونږ سره مرسته وکړي خو دا په داسی حال کې ده چی دوی دغه ډیری وړاندیزونه د سوریی له کړکیچ څخه وړاندي کړي وو او اوس وایی چی غواړي له سوریي سره معامله وکړي، خو هغه مهال د ایران اتومی پلان د نړي په کچه ژبو باندی جاري شوي وو ترڅو له دي لاري ایران خپلي موخي ته تر رسیدو بندکړي، هغه مهال سعودی عربستان له مونږ څخه غوښتی وو ترڅو پرته له کوم اقدام څخه ایران سره اړیکې پری کړو، او له دی لاري یي غوښتل ترڅو له مونږ سره مرسته او همکاري وکړي دوی دغه وړاندیز په مستقیم ډول مونږ ته وړاندي کړي وو.

نوموړي په دي اړه چی نړیوال ایتلاف چی د داعش پر وړاندی د مبارزه لپاره رامنځ ته شوي او تر اوسه یی په سوریی کې هیڅ ډول ګټه ندي رسولې زیاته کړه: خو دا په داسی حال کې ده چی په سوریي کې د روسیه پوځي لاس وهني ډیري تکفیري ډلی له منځه یوړي او ډیري نوروته یی ستر ځیانونه ورسول همدا راز ډیری هغو سیموکې چی ترهګرو شتون درلود دامهال د هغوي له شتون څخه پاکې شوي دی.

بشار اسد د دي مطلب په بیان سره چی «حلب» او «دمشق»  مونږته د پیسي یومخ دي او هیڅ توپیر نلري  او مونږ ته دواړه یوشان دي زیاته کړه: خو مونږ ته دغه مسله توپیر لري ځکه حلب دسوریي دوهم ستراقتصادی ښار  دي او دمشق زمونږ سیاسی ښار ګڼل شوي.دامهال ډيری کاري فابریکې په حلب ښارکې له کاره خطاشوي ځکه چی ترکیه د دي کارخانو له منځه وړلو لپاره ډیري هڅې کړي دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *