په بلخ کې د عاشورا پر مراسمو په چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي

په بلخ کې د عاشورا پر مراسمو په چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي

 د بلخ ولسوالي د خواجه غولګ په ګواهي سیمه کې د عاشورا د مراسمو پر ویر کوونکو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل چې په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ژوبل شوي دي.

ښاغلي فرهاد وویل چې بمب په ریموټ کنټرلېده. عیني شاهدان وايي شاید د تلفاتو شمېر لوړ شي، ځکه د هغوی په خبره د ځینو زخمیانو حالت ښه نه دی.

که څه هم د بلخ چارواکي طالبانو تورنوي چې دا چاودنه یې کړې ، خو هغوی تراوسه څه نه دي ویلي. تر دغه چاودنې مخکې په کابل کې هم د عاشورا پر ویر کوونکو برید وشو چې له امله یې ۱۸ تنه یې ووژل ۵۰ نور یې ژوبل کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل کارته سخي برید پړه د داعش ډلې مسولیت منلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *