د میرمنو پر وړاندې د قانون پههکله د څوارلس زره سعودي میرمنو طومار

د میرمنو پر وړاندې د قانون پههکله د څوارلس زره سعودي میرمنو طومار

د عربستان څوارلس زره میرمنو د طومار پّ لاسلیک سره ددې هیواد له حکومت څخه وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د لاسونو او پښو تړلو قوانین لغوه کړي.

دا طومار چې په سعودي عربستان کې تر ټولو لوی طومار ښودل شوی په مجازي نړۍ کې هم له ډير ملاتړ څخه مخ شوی دی او هشتګي د ‘اسقاط ولایة الرجل’ (د نارینه قیمومیت لغوه کیدو) سره د ټویټر په ټولنیزه شبکه کې غبرګونونه ډير شوي دي.

عزیزه یوسف چې پّ دوه زره دیارلسم کال کې یې د عربستان له دې قانون څخه چې ښځې موټر نشي بیولی او دې له دې قانونه سرغړونه کړې وه او نیول شوې وه ویلي: زه اندیښنه نلرم، د تیر وتنې کار مې ندی کړی تر ټولو مهمه داده چې له ښځو سره د د ټولنې د لومړي درجې د اوسیدونکې په څير چلند وشي.

یو شمیر عربي میرمنو چې دا تومار لاسلیک کړی خپل بشپړ نوم یې تر لاسلیک لاندې لیکلی خو ډيریو نورو بیا له نوم لیکنې پرته لاسلیک کړی دی

د سعودي عربستان میرمنې د کار کولو  درس ویلو  د کورکرایه کولو او شکایت لپآره ولي ته اړتیا لري.

تر اوسه په دې هکله دولت رسمي ځواب ندی ورکړی.

په عربستان کې پر میرمنو ځینې ستونزې په لاندې ډول دي:

– ښځي د موټر چلولو حق نلري

– په عربستان کې د موسیقی لپآره هیڅ ډول د زدکړې مرکز یا مدرسه شتون نلري او حتی دوکانونه او مغازې هم د موسیقی د اوریدو حق نلري.

– د ښځو سپورت او ورزش بند دی

– پّ عربستان کې د میرمنو او نجونو د سپ،رت لپاره ځای نشته  او حتی په پوهنتونونو او ښونځیو کې د نجونو لپآره سپورت منع دی  او میرمنې نشي کولای تر څو د سپورت لپاره ځای ولري.

– عربستان میرمنې تر پنځه څلویښټ کلنی نشي کولای په یوآځې سفر وکړي. له دې عمر مخکې میرمنې باید د سفر پر مهال له خپل محرم او د سرپرست سره سفر وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *