ملګرو ملتونو صنعا ته د یمني پلاوي له را ګرځولو ځان ایستلی دی
ملګرو ملتونو صنعا ته د یمني پلاوي له را ګرځولو ځان ایستلی دی
ملګرو ملتونو صنعا ته د حوثیانو د هغه پلاوي له راګرځولو ډډه کړې کوم چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په الوتکه کې را ستانه شي او دا یې د سعودي عربستان په خوښه کړي دي.
د یمن د خبرو پلاوي اعلان کړی چې سعودي عربستان پر یمن د الوتنو د بندیز په هکله ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی نو ملګري ملتونه هم دې ته اړ شول ترڅو د انصارالله او ددوی د ملګرو پلاوی بیرته را وګرځوي او ددوی سفر لغوه کړي.
دې سرچینې ویلي: سعودي عربستاان له د ملګرو ملتونو هغه الوتکې ته د الوتنې له جواز ورکولو سره مخالفت وکړ کوم چې ټاکل شوې وه یمني پلاوی صنعا ته ورسوي.
ټاکل شوې وه الوتکې دا پلاوی د جمعې په ورڅ ور ګرځولی وی ترڅو د عمان د خبرو پایلې خپلو مشرانو ته ورسوي چې د ریاض د مخالفت له امله داسې ونشول.