د فیسبوک له خوا د یوې ماشومې نجلۍ د انځور د پاکولو په هکله ناندرۍ

د ناروي لومړي وزیر په خپله فیسبوک پاڼه کې دانځور خپور کړی وو او غوښتل یې ددې نړیوالې انټرنیټې شبکې د مدیرانو غبرګون را وپاروي.

د ناروي په یوه پیژندل شوي ورځپاڼه کې د  ویتنام د جګړې دا مشهور انځور خپور کړی چې له  دې وروسته ددې هیواد لومړي وزیر په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی وو چې بیا یې لري کولو ډیری جنجالونه له ځان سره درلودل خو له دې وروسته د فیسبوک مدیرانو ویلی چې دوی د نهه کلنې ویتنامي نجلی د انځورو په لری کولو کې اشتباهي شوي دي.

د  ایران د عصر خبري آژانس د ریپوټ له مخې دا انځور د ویتنام د  جګړې پر مهال اخستل شوی او د پولیتزر جایزه یې خپله کړې ده. دا انځور په ۱۹۷۲ کې اخسلت شوی، چې د ویتنام له یوه کلي د یوې نهه کلنې نجلۍ تیښته په ډاګه کوي.

دا کلی په ناپالم بمونو بمبار شوی وو  او په دې انځور کې ښکاري چې یو شمیر ماشومانو او دیوې  نهه کلنې نجلۍ په ګډون چې لپ لغړ دي له دې کلي تښتي.

د آفتن پوستن په نامه د ناروي یوې ورځپاڼې په خپله فییسبوک پاڼه کې دا انځور خپور کړی خو د فیسبوک مدیرانو په دې اعلان سره  چې د ماشومانو د انځورنو خپرول د  ماشومانو د پورنو ګرافي سره سمون نلري، دا انځور یې لرې  کړی دی.

په دې هکله له ډیریو ناندریو وروسته او د فیسبوک مدیر مارک زاکر برګ ته ددې ورځپاڼې د مدیر له استولو وروسته ددې نړیوال مهم انځور اهمیت درک شو  او ددې انتر پاڼې په ټولو شبکو کې یې ایښودل له خنډ پرته تر سره کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *