په ملگرو ملتونو کي د روسيي سفير د سوريې پر سرتيرو د امريکا بريد غير مسولانه ښودلی دی

په ملگرو ملتونو کي د روسيي سفير د سوريې پر سرتيرو د امريکا بريد غير مسولانه او په دې هکله يي د امنيت شورا د بيړنۍ ناستي په هکله د امريکا وړانديز ددې شورا سپکاوی ښودلی دی

په داسې حال کې چې امریکا منلې چې پر سوري سرتیرو یې په تیر وتنې سره برید کړی او له امله یې په لسګونه سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، دامریکا بهرنیو چارو وزارت روسیه په ځان ښودنې تورنه کړې په داسې حال کې چې مخکې له دې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې په دې تړواو د روسیې قهر را پارولی وو او ویلی یې وو چې په دې هکله د امنیت شورا بیړنۍ ناسته بې ګټې ده او د سوریې استازي د امریکا دا وړاندیز د امنیت شورا سپکاوی ښودلی وو.

بشارجعفري – “د امریکا په آند، هغه برید چې له امله یې زمونږ ۸۳ اتیا سرتیري ووژل او له سلو ډير نور یې ټپیان کړل یوه فني تیر وتنه وه، په هکله یې د امنیت شورا بیړنۍ ناستې ته اړتیا نه لیدل کیږي، دا د امنیت شورا ته د امریکا سپکاوی ګڼل کیږي.”

له دې سره پّ سوریه کې ماتیدونکي اوربند اوس هم دوام لري، خو له تیرې شپې راهیسې د دواړو خواوو څخه له اوربنده د سرغړونې نښې لیدل شوي دي. په ورته حال کې سوریې اعلان کړی چې په دیر الزور سیمه کې چیرته چې سوریي سرتیري د امریکا تر هوایي برید لاندې راغلي د خپلو وسله والو مخالفینو پر وړاندې یې عملیات کړي دي. په حمس ښار کې هم د دواړو خواوو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *