دعراقي حاجیانو د حقوقو په هکله د سعودي مشرانو د لاس اچونې سریال

دعراقي حاجیانو د حقوقو په هکله د سعودي مشرانو د لاس اچونې سریال

دا پیښه چې هر کال رامنځ ته کیږي په روان کال کې هم دې سریال دوام درلود. له ډيرې کلونو راهیسې د عراق حاجیان سعودي عربستان ته د رسیدو په هکله دویزې دتر لاسه کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي. خو په روان کال کې دې ستونزو نوې برخې پیدا کړې وې او په روان کال کې کله چې د عراقي حاجیانو کاروانونه مدینې ته را ورسیدل دنورو هیوادونو د حاجیانو له مخې سره د سعودي عربستان د سرتیرو له لوري له سپکاوي سره مخ شول، له دې سره د عراق د حاجیانو درې ښونکي چې د حج مراسم خپلو نورو ملګرو ته لارښونې کوي د عربستان په هوایي ډګرکې ونیول شول.

د سپکاوی سریال همدلته پای ته نه رسیږي او په دې هکله بیلا بیلو ډولو ریپ،ټونه او ثبوتونه شتون لري او د تیرې دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان سرتیرو پر یوه هغه هوټل برید وکړ کوم چې عراقي حاجیان پکې میشت وو او د حاجي محمد حسن رمضان په نامه یو کس چې د زړه له ناروغیه ځوریده دنامالومو دلایلو له امله نیول شوی دی د عراق مشرانو او په سعودي عربستان کې د عراق سفارت تر اوسه په دي ندي بریالی شوي ترڅو دده د نیولو او خوشي کولو حالات په ډاګه کړي. د عراقي حاجیانو پر کاروانونو تل دا ډول بریدونه کیږي  او دا بریدونه په روان کال کې ډیر شوي وو. د سعودي عربستان د سرتیرو له لوري د عراقي حاجیانو سره چلند د نورو هیوادونو د حاجیانو ترمنځ هم اندیښنې را پارولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *